د بهرنیو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د اسلامي شریعت په رڼا کې

نویسندگان

  • دکتور مصباح الله عبدالباقی پوهنتون سلام‎) image/svg+xml نویسنده

DOI:

https://doi.org/10.64104/v6.Issue11.n2.2022

کلمات کلیدی:

دار الاسلام, دار الحرب, دار الکفر, بهرنۍ اړیکي, د اسلامي هېوادونو تعدد

چکیده

په دې مقاله کې تر هر څه دمخه د اسلام په رڼا کې د بهرنیو اړیکو په اهمیت او اړتیا خبره شوی، او دا خبره شوی چې دا باید د مصلحت او مفسدې د قاعدې لاندې وڅیړل شي، دا د ولاء او براء قضیه نه ده چې پر بنسټ یې د تکفیر بازار ګرم کړی شي، په اوسنیو شرایطو کې چې کوم هېوادونه وجود لري چې د یو اسلامي هېواد له لورې اړیکې ورسره ټینګي کړی شي دوه ډوله دي، لومړی: کافر هېوادونه، دویم: مسلمان هېوادونه، په پخوانیو فقهي کتابونو کې د کافرو هېوادونو سره په اړیکو بحث شوی، ځکه چې په هغه وخت کې اسلامي هېوادونه متعدد نه ؤ، او ټولو مسلمانانو د یو خلافت تر سیوري لاندې ژوند کاوه، په دې مقاله کې په دې بحث شوی چې د اسلامي هېوادونو تعدد باید شرعا د یو واقعیت په حیث ومنل شي، چې هلته خلک د خپلو امورو د تنظیم لپاره باید اداره رامنځته کړي، ځکه اسلام بې نظمي نه مني، مګر د دې هېوادونو په مشرانو کې د هیڅ هېواد مشر هم د خلیفة المسلمین حیثیت نه لري، او د دې مسلمانو هېوادونو سره هم باید د هماغه اصولو سره سم اړیکې جوړې کړی شي د کومو اصولو پر بنسټ چې د کافرو هېوادونو سره مسلمان هېواد اړیکي جوړوي، خو د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره یوازې دوه اصله اضافه دي چې هغه د اسلامي اخوت، او د مسلمانانو ترمنځ د ولاء او دوستۍ اصل دی.

دانلودها

چاپ شده

2022-08-01

نحوه استناد به مقاله

د بهرنیو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د اسلامي شریعت په رڼا کې. (2022). مجله علمی بین المللی سلام, 6(11), 27-71. https://doi.org/10.64104/v6.Issue11.n2.2022