موضوعي تفسیر، پیژندنه، ارزښت، او کړنلاره

نویسندگان

  • دکتور فصیح الله عبدالباقی پوهنتون سلام‎) image/svg+xml نویسنده

DOI:

https://doi.org/10.64104/v5.Issue9-10.n5.2020

کلمات کلیدی:

موضوعی تفسیر, تفسیرپیژندنه, أشباه او نظایر, اجمالی تفسیر

چکیده

الحمد لله، والصلاة والسلام على سيدنا رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن والاه، أما بعد:

قرآن کریم د الله تعالی کلام او د انسانانو د لارښوونې لپاره د  هغه سبحانه وتعالی له لورې آخرنې پیغام  دی، لدی امله چې دا مبارک کتاب د مسلمانانو د ژوند لارښود او رهنما دی، (هَـذَا بَيَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ[1] ژباړه: دا د خلكو له پاره ډانګ پيلې تنبيه ده او له الله نه وېرېدونكيو ته هدايت او نصيحت دى.

 مسلمانانو د تاریخ په اوږدو کې تر ننه پورې په هراړخیز ډول د دی ستر کتاب خدمت تر سره کړی، او دقیامت تر ورځې پورې به ان شاء الله دا لړۍ ادامه مومي، د امت سترو سترو علماو خپل ژوند د قرآن کریم د خدمت لپاره وقف کړی و او په ډګر کې یې بی ساري خدمتونه سر ته رسولي، د دی خدمتونو په لړ کې یو ډګر هم د قرآن کریم د تفسیر دی په سلګونو علماو او مفسرینو دا مبارک کتاب تفسیر کړی او د خپل توان سره سم یې قرآني مفاهیم د انسانانو مخ ته ایښي ، لله الحمد اوس موږ په اسلامي کتابتون کې په سلګونو چاپ او ناچاپ تفسیرونه لرو چې هر یو یې په خپل وار او خپل ځای قیمتي ملغلری لري.

دانلودها

چاپ شده

2020-11-30

نحوه استناد به مقاله

موضوعي تفسیر، پیژندنه، ارزښت، او کړنلاره. (2020). مجله علمی بین المللی سلام, 5(9-10), 95-121. https://doi.org/10.64104/v5.Issue9-10.n5.2020