د شورا جوړښت، حکم، کیفیت او الزامیت

نویسندگان

  • دکتور مصباح الله عبدالباقی پوهنتون سلام‎) image/svg+xml نویسنده

DOI:

https://doi.org/10.64104/SecondRound.Issue.5.n1.2024

کلمات کلیدی:

شورا, د شورا کیفیت, د شورا ډګرونه, د شورا الزامیت, په اکثریت پرېکړه

چکیده

په دې څېړنه کې د شورا او شورائیت مهمه مسئله څېړل شوې ده. شورا په اسلام کې د ټولنیز ژوند بنسټ دی او د دې بنسټ اهميت هغه مهال لا پسې ډيريږي کله چې د ټولنې د ډېرو وګړو او سیاسي مسئلو پورې تړاو ولري. شورا یو شرعي واجب دی او پر دې د اسلامي امت د علماوو اجماع ده. اسلام د شورا لپاره ډېر پراخه ډګرونه ټاکلي دي، او د مشوره ورکوونکي لپاره يې هم ځانګړنې ټاکلي دي. د شورا د کیفیت په اړه د شریعت لارښوونه دا ده چې د ټولنیزو مسئلو په اړه شورا باید په ټوليزه توګه سرته ورسېږي. په اوسنيو حالاتو کې چې په اسلامي نړۍ کې مجتهد حاکمان نشته، نو د اسلامي شریعت حکم دا دی چې د شورا پرېکړې باید الزامي وي. له شورا وروسته بايد پرېکړهپه اکثریت وشي ځکه اکثریت د اسلامي فقهې له نظره د ترجیح یوه بنسټیزه وسیله ده او د شورائیت په حالت کې پرېکړو ته د رسېدلو لپاره همدا یواځینۍ لاره ده. که په اوسنيو شرایطو کې په همدې شرعي طریقه او د نورو شرعي معیارونو په نظر کې نیولو سره شورائیت حاکم شي، نو ډېرې ستونزې به هوارې شي. دا او دې ته ورته موضوعات په دې څېړنه کې څېړل شوي دي.

دانلودها

چاپ شده

2024-09-05

نحوه استناد به مقاله

د شورا جوړښت، حکم، کیفیت او الزامیت. (2024). مجله علمی بین المللی سلام, 9(15), 6-66. https://doi.org/10.64104/SecondRound.Issue.5.n1.2024