علمي کډوالي: د افغان ښځینه علمي کدرونو د کډوالۍ د عواملو سپړونکې د ځانګړې قضیې څېړنه

لیکوالان

  • ډاکټر عمران حسین سدوزۍ مانچسټر پوهنتون، برېتانیا لیکوال

DOI:

https://doi.org/10.64104/v10.Issue17.n50.2025

کلیدي ټکي:

ښځینه استادان, کډوالي, جبري بې‌برخېتوب, آزادي, علمي ستونزې

لنډیز

دا مقاله هغه عوامل څېړي چې د ښځینه افغان استادانو او څېړونکو د کډوالۍ سبب شوي دي. د پخوانیو څېړنو ارزونه ښيي چې مهاجرو شوو ښځینه افغانو استادانو ته په علمي ډګر کې کمه پاملرنه شوې او د هغوی غږ ډېر لږ اورېدل شوی دی. د دې تشې د ډکولو لپاره، دا  څېړنه  د مشخصې قضیې د تفسيري او کيسه‌ يي  مطالعې د میتود سره سمه ترسره شوی چې په پایله کې یې درې داسې اصلي موضوعات  موندلي چې د کډوالي د پرېکړې تر شا مهم عوامل بلل  کېږي.

د استادانو سره مرکې ښيي چې دغه استادانې د درې عمده ستونزو سره مخ شوې وې چې عبارت دي له: د شخصي آزادۍ له لاسه ورکول، د علم،  فکر او عمل په ډګرونو کې د ازاد  انتقادي نظر کموالی، او دا احساس چې دوی نه په پوهنتونونو کې خپل ځای لري او نه په ټولنه کې.

دا درې موضوعات په دغه مطالعه کې د کډوالۍ اصلي لاملونه وبلل شول. څېړنه دا حالت داسې تشریح کوي، چې دا کډوالي د هغوی له خوا د انتخاب نتیجه نه، بلکې د یو جبري بې‌برخېتوب نتیجه وه، یعنې هغوی له خپل علمي او ټولنیز ژوند څخه لرې کړل شول نو له دې امله ګډوالۍ ته اړ شول.

ډاونلوډونه

خپر شوې

2025-06-29