بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو د مهاجرتونو عوامل، پایلې او حل لارې (د مطالعې ساحه: د فراه ولایت)

لیکوالان

  • پوهنیار نصیراحمد نصرت فراه د لوړو زده کړو مؤسسه لیکوال
  • فواد مومند عمرزی فراه د لوړو زده کړو مؤسسه لیکوال
  • محفوظ الله راشد فراه د لوړو زده کړو مؤسسه لیکوال

DOI:

https://doi.org/10.64104/v10.Issue17.n18.2025

کلیدي ټکي:

اقلیمي بدلونونه, بیکاري, سیاسي بې‌ثباتي, فقر, مهاجرت

لنډیز

     کډوالي د نړیوالو جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ، اقتصادي ستونزو، طبیعي آفتونو او اقلیمي بدلونونو له امله یوه جدي ښکارنده (پدیده) ده چې په وروستیو لسیزو کې يې  پراختیا موندلې ده. دا څیړنه د افغانانو د مهاجرت اصلي لاملونه، پایلې او د حل عملي وړاندیزونه تحلیلوي. د څیړنې اهمیت په دې کې دی چې مهاجرت د افغانستان اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي ستونزو ته دوام ورکوي او د کوربه هیوادونو پر اقتصادي، ټولنیز او کلتوري جوړښتونو اغېز کوي. سربېره پردې، دا څیړنه د مهاجرت د دوامداره اغېزو او د افغانستان د پراختیا لپاره د مهاجرت د کمولو پر  ستراتیژیو  تمرکز کوي. د څیړنې هدف د مهاجرت د لاملونو او پایلو تحلیل او د کمولو لپاره  یې عملي وړاندیزونه وړاندې کول دي. اصلي پوښتنه دا ده: "کوم اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او چاپیریالي عناصر د افغانانو د مهاجرت سبب شوي او پایلې یې څه دي؟" د څیړنې لپاره معلومات د ۳۸۵ نمونو له لارې د پوښتنلیک  په مرسته راټول او د SPSS نرم‌افزار له لارې تحلیل شول. د احصایوي ازموینو پایلې لکه د پیرسون پیوستون (r = 0.75)، ANOVA (p < 0.05)، کرونباخ الفا (α = 0.85) او څوګوني رګریسیون (Multiple Regression) ښيي چې وزګارتیا(β = 0.55)، بیوزلي (β = 0.47)، سیاسي بې‌ثباتي (β = 0.60) او اقلیمي بدلونونه (β = 0.38) د افغانانو د مهاجرت اصلي لاملونه دي. همدارنګه، د مهاجرت اغېزې د کوربه هیوادونو لپاره د GDP 10٪ زیاتوالی ښيي، خو د ټولنیزو ستونزو او کلتوري فشارونو لامل هم ګرځي. پایلې وړاندیز کوي چې د افغانانو د مهاجرت د کمولو لپاره باید د امنیت ټینګښت، اقتصادي پراختیا، شغلي فرصتونو برابرول او د نړیوالو سازمانونو لکه UNHCR او IOM پراخه همکاري رامنځته شي، ترڅو د مهاجرت منفي پایلې کمې او پایښت لرونکي حل لارې وړاندې شي.

ډاونلوډونه

خپر شوې

2025-06-29