د بشري ځواک د پیاوړتیا اثر د ادارو او مؤسساتو په کړنو او فعالیتونو کی
DOI:
https://doi.org/10.64104/v4.Issue7-8.n8.2019کلیدي ټکي:
Human Capital Development, Learning Capacity, Leadership Practices, Knowledge Accessibilityلنډیز
په ټوله کی د سیانسی علماء او نظریات وړاندی کوونکي په دی باور دی چی د بشری ځواک موجودیت په یوه اداره کی اړین او مهم دی، او بشری ځواک چی د مختلفو تجاربو، استعدادونو او مهارتونو لرونکی وی یو لازمی او ضروری اصل ګڼل کیږی. همدارنګه د سازمان په تعریف کی هم د بشری ځواک موجودیت یو اصلی فکتور ګڼل شوی. د همدی لپاره ټولی اداری کوښښ کوی چی د خپل بشری ځواک د استعداد د پراختیااوودی په برخه کی رغنده رول سرته ورسوی.
دغه څیړنه چی د بشري ځواک د پیاوړتیا اثر د ادارو او مؤسساتو په کړنو او فعالیتونو کی تر عنوان لاندی سرته رسول شوی، د لوړو زده کړو د وزارت پوری مربوط تحصیلی ادارو باندی چی په ننګرهار ولایت کی په خدماتو بوخت دی سرته رسول شوی دی. ددوی له جملی څخه خراسان، الفلاح، سپین غر، اریانا، التقوا، او د روښان د لوړو ذده کړو موسسه شامله ده. چی په عموم ډول د 180 اداری غړو څخه معلومات راغونډ شوی دی چی د هر یو سازمان څخه د 30 تنو پدی څیړنه کی ګډون کړی وو، ترڅو خپل نظریات له مونږ سره شریکی کړی.
اړینه ده چی یادونه وشی، د 180 تنو له جملی څخه 178 نارینه کارمندان او دوه 2 ښځینو کارکونکو پدی څیړنه کی شرکت کړی وو، همدارنګه 102 تنه یی د 25 څخه تر 30 کلونو عمر او 67 تنه یی د 36 څخه تر 44 کلونو پوری عمرونه درلو. 170 تنه ګډونوال د لیسانس په کچه او 10 تنه یی د ماستری تر کچی پوری تحصیلات سرته رسولی وو، څیړونکی مهمه بللی وه تر څو د اشتراک کوونکو د تجاربو په هکله هم معلومات ولری د همدی لپاره په پوښتن پاڼه کی د اشتراک کوونکو څخه د هغوی د تجربو موده غوښتل شوی وه چی نتیجه یی په داسی ډول ده، د 180 تنو څخه 94 تنو تر ټول زیات تجربه لرونکی وو چی د 4 څخه تر5 کلونو پوری په مختلفو بخشونو کی تجاربی درلودلی، دغه نتایج په عموم ډول دا ښایی چی د موجوده څیړنی لپاره د اشتراک کوونکو عمرونه، تحصیلی کچه او تجارب کافی وو ترڅو د څیړنی د ښه سرته رسولو لپاره خپل نظریات شریک کړی.
څیړنه ښایی چی د بشری ځواک انکشاف د سازمان د هوساینی پرمختګ او د موثرو کارونو د سرته رسولو لپاره د سازمان سره مرسته کولای شی. سازمانونو ته اړینه ده تر څو د خپل بشری ځواک د استعدادونو، تجاربو، او مهارتونو د انشکاف په برخه کی رغنده رول ولری او دغه عمل یو اجباری عمل وګڼی. دغه څیړنه د لوړو ذده کړو په برخه کی سرته رسول شوی ده او د امکان په صورت کی کیدلای شی چی نورو ادارو باندی هم د عمل وړ وګرځی، ځکه دا ښایی چی د بشری ځواک انکشاف او د یو سازمان موثریت یو له بل سره مثبتی اړیکی لری، پدی معنی چی د یو سازمان پرمختګ، موثریت د هماغی سازمان د بشری ځواک د قوی استعداد او تجاربو پوری اړه لری. په نتیجه کی ویلای شوټولی اداری باید خپلو بشری ځواک ته یوه خاصه پاملرنه او ددوی د استعدادونو په پرمختګ کی خاص رول اجرا کړی، چی په نتیجه کی اغیزه یی په هماعی اداری باندی اوسی.