د حدیث او د هغه مقام په هرات کې

لیکوالان

  • پوهاند ډاکټر محمد اسماعیل لبیب بلخي سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال

DOI:

https://doi.org/10.64104/v2.Issue3-4.n4.2012

کلیدي ټکي:

حدیث, د هرات مدرسه, رواي, د محدثینو منهج

لنډیز

  • د هرات جغرافیایی موقعیت او علمي اهميت، هرات د حضرت عمر بن خطاب په خلافت کی د احمد بن قیس تمیمی په لاس فتح شو، د حديثو پر مختگ دور یکی د دویمی پیری څخه پیل شو.

  • به هرات کی د محدثینو تگلاړی: په دی مبحث کی په دی بحث شوی چی د هرات محدثينو د حديثو د روایت حفظ او کتابت په اړه خپلی ځانگری تگلاړی درلودی.

  • د هرات د حديثى مدرسی ځانګرتیاوی: په دی مبحث کی لاندی موضوعات تر څیرنی لاندى نيول شوي دي:

د هرات لوى او ثقه محدثين

 هغه محدثین چی د حديثو ترڅنگ یی په عربي ژبه هم بشپر تسلط درلود او په دی اړه یی کتابونه هم ليکلي دي.

د هرات محدثين د بلخ د محدثینو بر عکس د امام شافعی رحمه الله د مذهب پیروان و.

  • په پای کی د هرات د حديثى مدرسی ځانگړتیاوی تر بحث لاندی نیول شوى دي، چی لاندی مسایلو ته پکی اشاره شوی ده.

  • د هرات ښار د علم حديث مركز او د حديثو د طلابو لپاره مرجع وګر ځيده.

  • په دی مځکه ډیر لوی شمیر داسی محدثین پیدا شول چی د علم حدیث لوړو مرتبو او د نقد حديث لوړ مقام ته رسيدلي و.

  • دلته ډیر لوی شمير کتابونه د علم حدیث په بیلا بیلو اړخونو وليکل شول لكه جرح وتعديل، تاريخ، علم الرجال او داسي نور.

د هرات د حديثي مدرسي څخه د هرات فقهی مدرسه وزیږیدله په ډیر تأسف سره باید ووایو چی د علم حالت او به ځانگری توګه د علم حدیث وضعیت به هرات کی په هغه شکل نه دی چی د تاریخ په اوږدو کی دی ښار در لوده

ډاونلوډونه

خپر شوې

2012-03-20