د مغزونو د تېښتې او د پيسو د لېږد د ګټې او تاوان تحلیل: د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د ستراتیژیکو لومړیتوبونو تعریفو
DOI:
https://doi.org/10.64104/v10.Issue17.n48.2025کلیدي ټکي:
د مغزونو تېښته, د پيسو لېږد, د مهارت لرونکو کدرونو کډوالي, اقتصادي پرمختګ, سیاسي بېثباتي, بشري پانګه, د حکومتدارۍ اصلاحات, دوامدار پرمختګ, ټولنیزې-اقتصادي ننګونېلنډیز
دا څېړنه په افغانستان کې د مغزونو د تېښتې او د کډوالو له لورې هېواد ته د پیسو د رالېږلو (Remittances) تر منځ د ګټې او تاوان مقایسه کوي. او هڅه کوی چې د دې ټولنيزې اقتصادي اغېزې او د دوامداره پرمختګ لپاره یې استراتېژيکې پایلې وارزوي. په دې څېړنه کې د ګډ میتود (Mixed-Methods) څخه ګټه اخیستل شوې ده، چې پکې هم د کيفي موضوعي تحليل او هم د کمي رېګريشن ماډلونو له لارې، د مسلکي کډوالۍ، د بهر څخه د پیسو د لیږد، او عمومي اقتصادي فعاليت )لکه ناخالص کورنی تولید – GDP او د بشري پانګې وده( ترمنځ اړيکې څېړل شوي دي.
د معلوماتو په راټولولو کې د بېلا بېلو سرچينو لكه د نړيوالو راپورونو، علمي څېړنو او نړیوالو معلوماتي ډیټابیسونو څخه ګټه اخیستل شوې، څو د کډوالۍ او د بهر څخه د پیسو د لیږد د بهيرونو يو هر اړخيز انځور وړاندې کړل شي.
د څېړنې پايلې ښيي چې سياسي بېثباتي، محدود کوونکې پاليسۍ، او د مسلکي ودې نشتون د مغزونو د تېښتې اساسي لاملونه دي، چې د افغانستان اقتصادي ثبات او وده زيانمنوي. سره له دې چې رېمېټنس (بهرني عایدات) د GDP په لوړولو او د بېوزلۍ په کمولو کې مثبته ونډه لري، خو يواځې پر همدې تکیه كول د اوږدمهالې اقتصادي کمزورۍ لامل ګرځي.
دا څېړنه پدې ټينګار کوي چې د مغزونو د تېښتې د مخنيوي لپاره بايد د حکومتولۍ په اصلاحاتو كار وشي، مسلکي کدرونه په هېواد کې وساتل شي، او د داسې تګلارو پلي کولو ته لومړيتوب ورکړل شي چې بهرني عايدات د تولیدي پانګونو پر لور سوق کړي. د دې څېړنې موندنې د افغانستان د دوامداره پرمختګ، د مغزونو د تېښتې د ستونزې لپاره د حل لارو او د بهرنیو پیسو د ګټور استعمال لپاره عملي لیدلورې او تصورات وړاندې کوي.