د ناقانونه مهاجرتونو په مخنیوي کې د رسنیز عامه پوهاوي ونډه

لیکوالان

  • پوهندوی احمد سعید Nangarhar University image/svg+xml لیکوال
  • پوهنمل افسر صدیق شینواری Nangarhar University image/svg+xml لیکوال

DOI:

https://doi.org/10.64104/v10.Issue17.n44.2025

کلیدي ټکي:

لیدیز پیغامونه, ټولنیزې رسنۍ, اوریدیز پیغامونه, مهاجرت, رسنیز کمپاین, رسنیز عامه پوهاوی, ناقانونه مهاجرت

لنډیز

د دې څېړنې هدف د ناقانونه مهاجرتونو د مخنیوي په برخه کې د رسنیز عامه پوهاوي رغنده ونډه معلومول دي. دا یوه کېفي څېړنه ده چې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د اوو تنو لوړرتبه استادانو سره له فوکس ګروپ مېتود څخه په ګټې اخیستنې ترسره شوې ده. په دې څېړنه کې د راټولو شویو معلوماتو تحلیل د موضوعي تحلیل (Thematic Analysis)  پر بنسټ ولاړ دي. موندنې ښيي سره له دې د ټولیزو رسنیو د اعتبار کچه لوړه ده خو د ټولنیزو رسنیو د اعتبار کچه بیا بدلیدونکې ده  چې  تر ډېره د ناقانونه مهاجرتونو شائقین له همدې ټولنیزو رسنیو څخه په ګټې اخیستنې دې چارې ته زړه ښه کوي او هغه خلک هم له ټولنیزو رسنیو کار اخلي چې غواړي په قاچاقي لارو ځوانان بهر ته ولېږي او له دې لارې عائد تر لاسه کړي.په ورته وخت کې بیا د ناقانونه مهاجرتونو د مخنیوي لپاره بیا هم ټولنیزې رسنۍ موثرې یادې شوې دي.  خبري ژانر، سمعي/بصري سپاټونه د رسنیزې محتوی د انتقال غوره چوکاټونه حساب شوي دي. په همدې ډول، رسنۍ نه یوازې د معلوماتو د انتقال وسیله ده بلکې د عامه ذهنیت جوړونې، د باورونو رامنځته کولو  او تصمیم نیونې په برخه کې اړینه ونډه لري. که رسنۍ په هدفمنه توګه او مسؤلانه ډول وکارول شي، کولای شي د ناقانونه مهاجرتونو د مخنیوي په برخه کې  یوه مؤثره وسیله وګرځي. دا څېړنه د لا زیاتو څېړنو په موخه د رسنیو لپاره د مستندې او غوره محتوی تولید تجویزوي.

ډاونلوډونه

خپر شوې

2025-06-29