د ملي کنفرانس یوه لنډه معرفي
DOI:
https://doi.org/10.64104/v10.Issue.17.n1.2025لنډیز
الحمد لله رب العلمین والصلاة والسلام علی سید الأنبیاء والمرسلین و علی آله و أصحابه اجمعین وبعد.
کډوالي او خپل ټاټوبی پرېښودل یوه داسې پېښه ده چې بشریت ورسره له پیل څخه بلد دی، همېشه خلک له یو ځای څخه بل ځای ته کډه شوي دي، د کډوالۍ دا پدیده خو په هغه وختونو کې ډېره عادي او ساده وه کله چې د هېوادونو ترمنځ سرحدونه ډېر په جدي توګه نه مراعت کېدل، په هغو وختونو کې به خلک له یو ځای څخه په ډېرې اسانۍ بل ځای ته کډه کېدل او هلته به یې سکونت غوره کاوه، خو له کوم وخت څخه چې د قوم ـ دولت (Nation-state) د نظریې پر بنسټ هېوادونه رامنځته شول، او د دې نظریې یو بنسټیز اصل ټاکلي ځمکني سرحدونه ؤ، په دې معنی چې دا نظریه د هر ملت لپاره یوه ټاکلې جغرافیایي ټوټه ټاکي چې دولت هلته خپل ملي حاکمیت تطبیق کړي، نو د قوم ـ دولت د نظریې پر بنسټ د هېوادونو د رامنځته کېدو وروسته د کډوالۍ قضیه ستونزمنه شوه، ځکه د هرې جغرافیې اوسېدونکي مشخص شول، او د هرې سیمې وګړو د ځانګړو قوانینو تر سیوري لاندې ژوند پیل کړ، چې په دې قوانینو کې د مهاجرت/ کډوالۍ او په هغه سیمه کې د اوسېدو اړوند قوانینو هم شتون درلود.