د مبارک آیت {وَقَرنَ فِي بُيُوتِكُنَّ} راجح تفسیر

لیکوالان

  • ډاکتر محمد نعیم جلیلي سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال
  • عبدالملک ثاقب سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال

DOI:

https://doi.org/10.64104/SecondRound.Issue.3.n2.2023

کلیدي ټکي:

راجح تفسیر, وَقَرنَ فِي بُيُوتِكُنَّ, تبرج الجاهلیة, نصوص متشابه, ازواج مطهرات

لنډیز

په دې لنډه څېړنه کې د سورت احزاب د (۳۳) ایت د تفسیر په اړه د یوې ناسمې انګېرنې د سمونې هڅه شوی ده، یو شمېر هغه وګړي چې متشابه نصوص (کوم نصوص چې د یو څخه د زیاتو انګېرنو او تفسیرونو احتمال لري) د محکماتو او اسلامي امت د عامو علماو د اتفاقي دریځ په رڼا کې نه فهموي، دوی د دې مبارک ایت لومړی برخه {وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ} د ایت د دویمې برخې څخه په مستقل ډول فهموي، او دویمه برخه چې د دې جملې د تفسیر حیثیت لري له دې څخه بېلوي چې په نتیجه کې یې د دې مبارک ایت په تفسیر کې په نا سمه انګېرنه کې پرېوزي، موږ په دې څېړنه کې په ډېر لنډ ډول د دې ناسمې انګېرنې او تفسیر د سمونې هڅه کړی ده، او هغه په دې ډول چې د اسلامي امت د علماو عام دریځ دا دی چې د مباحو کارونو لپاره په شرعي پرده کې د مسلمانو ښځو د کورونو څخه بهر وتل مباح کار دی، همدا خبره د احادیثو څخه هم څرګنده ده، او د فقهاو او د احادیثو د شارحینو د تشریحاتو څخه هم څرګنده ده، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ازواج مطهراتو له تعامل څخه هم همدا معلومېږي، نو دا ټول په دې دلالت کوي چې د ایت لومړۍ جمله له دویمې جملې څخه جلا کول او دواړه په مستقل ډول فهمول ناسم کار دی.

نو له دې امله د {وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ } سم تفسیر هغه دی چې ډېرو مفسرینو خپل کړی دی، او هغه دا چې په ایت کې دویمه جمله { وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى} د لومړۍ جملې بیان دی، نو د ایت معنی به دا وي چې «ای مسلمانو ښځو[1]! په کورونو کې قرار پاتې شئ، په دې معنی چې د لومړي جاهلیت د راڅرګندېدو په څېر مه را څرګندېږئ» هدف دا دی چې د تیر جاهلیت په څېر را ښکاره کېدل مسلمانو ښځو ته نا روا دي، خو که ښځې د تیر جاهلیت په څېر نه را څرګندېږي، د هغوی حکم په دې ایت کې نه دی یاد شوی[2]، د دوی حکم بیا په نورو دلائلو باندې ثابت دی چې دا یو روا او مباح کار دی، نو په پای کې دا ویل شوي دي، چې د دی ایت د نا سم تفسیر پر بنسټ د ټولنې یوه لویه برخه د خپلو حقوقو څخه محرومول درست کار نه دی، خو دا سمه خبره ده چې څوک د شرعي آدابو د رعایت څخه پرته له کور څخه بهر وځي هغوی باید متوجه کړای شي.


[1]. په هغه صورت کې چې د دې مخاطبې ټولې مسلمانې ښځې وي، او دا خطاب یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ازواج مطهراتو پورې ځانګړی نه وي.

[2]. دا د هغه چا له نظره چې مفهوم مخالف ته په قرآن او سنت کې اعتبار نه ورکوي، لکه حنفي علماء.

ډاونلوډونه

خپر شوې

2023-08-06