په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت؛ ننګونې او حل لارې

المؤلفون

  • څېړنوال عبدالصبور مبارز Afghanistan Science Academy image/svg+xml نویسنده

DOI:

https://doi.org/10.64104/v10.Issue.17.n4.2025

الكلمات المفتاحية:

افغان کډوال، پاکستان، مهاجرت، جګړه، اقتصاد، ننګونې، حللارې

الملخص

افغانستان په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې  زيات وګړي يې کډوال شوي دي. د افغانانو د کډوالۍ ستر لامل جګړه او اقتصادي ستونزې دي. پاکستان ته د افغانانو د کډوالۍ بهير په ۱۹۷۹ز.کال کې هغه مهال پيل شو کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ. د دې څېړنې موخه په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعيت څېړل، ننګونې يې رابرسېره کول او هغې ته د حللارو وړاندې کول دي. د څېړنې بنسټيزه پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت څنګه دی؟ او په دې برخه کې کومې ننګونې موجودې دي؟ د څېړنې موندنې ښايي چې په اتيايمو کالونو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت ښه و، خو له نويمو کالونو راورسته تر اوسمهال پورې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو سره ښه وضعيت نه کېږي او افغان کډوال په دغه هېواد کې له امنيتي، تعليمي، اقتصادي، تخنيکي او ګڼو نورو ننګونو سره مخامخ دي. په دې څېړنه کې د څېړنې له تشريحي-تحليلي مېتود او کتابتوني تګلاری څخه ګټه اخيستل شوې ده.

التنزيلات

منشور

2025-06-29

كيفية الاقتباس

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت؛ ننګونې او حل لارې. (2025). Salam Academic Journal, 10(17), 53-75. https://doi.org/10.64104/v10.Issue.17.n4.2025