د اسلامي امارت او هند اړيکې؛ فرصتونه او ننګونې
DOI:
https://doi.org/10.64104/v10.Issue18.n5.Fall.2025کلمات کلیدی:
اسلامي امارت, هند, دوهاړخیزې اړیکې, فرصتونه, ننګونېچکیده
د دې څېړنې له لارې له ۲۰۲۱ز.کال وروسته د اسلامي امارت او هند اړيکې څېړل کېږي او هڅه کېږي چې په دغو اړيکو کې شته فرصتونه او ننګونې روښانه شي. د څېړنې موخه، د اسلامي امارت او هند د اړيکو څېړل او په دغو اړيکو کې د شته فرصتونو او ننګونو رابرسيره کول دي. د څېړنې پوښتنه دا ده چې د افغاستان اسلامي امارت او هند اړيکې له کومو ننګونو سره مخامخ دي او هغه کوم فرصتونه دي چې دغه اړيکې رغولی شي؟ په دې ليکنه کې د څېړنې له توصيفي- تحليلي مېتود او د موادو په راټولولو کې له کتابتوني ډول څخه ګټه اخيستل شوې ده.
د څېړنې موندنې ښايي چې، له تاريخي پلوه د اسلامي امارت او هند اړيکې ښې نه دي پاتې شوي او په ۲۰۲۱ز.کال کې د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته تر ۲۰۲۵ز.کال پورې هم دغه اړيکې نږدې نه وې، خو په ۲۰۲۵ز.کال کې د اسلامي امارت او پاکستان د اړيکو د خرابېدو وروسته، دغه اړيکې ښې او نږدې شوې. د اسلامي امارت او هند په اړيکو کې د پاکستان سره د اسلامي امارت د اړيکو خرابوالی، د هند او افغانستان دوه اړخيزې اقتصادي اړتياوې، ګډې سيمه ييزې پروژې او د روسيې سره د دواړو هېوادونو ښې اړيکې هغه فرصتونه دي چې دغه اړيکې لا پياوړې کولای شي. همدارنګه د هند او اسلامي امارت خرابې تاريخي اړيکې، د هند امنيتي اندېښنې، په افغانستان کې د چين د پام وړ پرمختګ او نفوذ او د نړيوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت په رسميت نه پېژندنه، هغه ننګونې دي چې په دغو اړيکو کې موجودې دي.