د جورنال په اړه
د سلام نړیوال علمي ژورنال لنډه پېژندنه
د سلام نړیوال علمي ژورنال یو تحکیم شوی (Peer-Reviewed) غیر انتفاعي، نیمکلنی (په کال کې دوه ځله) علمي ژورنال دی چې د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت څخه یې علمي اعتبار تر لاسه کړی او د یو نړیوال ژورنال په توګه د (RCTD-PIJR-0027-25) تر شمېرې لاندې ثبت شوی دی. دغه ژورنال لاندې نړیوال معیاري سریالي شمېرې (ISSN) لري:
ISSN: 3078-9583 (انلاین)
ISSN: 3078-9575 (چاپي)
دا ژورنال د ټولنیزو علومو په ټولو څانګو کې علمي بحثونه او څېړنې، د سخت او دقیق علمي تحکیم له پړاو تېرولو وروسته، خپروي. د سلام نړیوال علمي ژورنال یو تحکیم شوی علمي ژورنال دی چې په بېلابېلو ژبو، په انلاین او چاپي بڼو خپرېږي. د دې ژورنال مقالو ته لاسرسی وړیا دی او په دې ژورنال کې د څېړنو د خپرولو لګښتونه خورا کم دي. دغه ژورنال د افغانستان دننه او له هېواد څخه بهر ښه پېژندل شوی دی، او د مقالو د خپرېدو بهیر یې په وخت او منظم ډول ترسره کېږي.
د دې علمي ژورنال له لارې موږ څېړونکو او پوهانو ته یو علمي ـ څېړنیز پلاتفورم برابر کړی، تر څو خپلې څېړنې او علمي موندنې له نورو سره له دې لارې شریکې کړي. هغه مقالې چې په سلام نړیوال علمي ژورنال کې خپرېږي، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د وتلو او پېژندل شوو پوهانو تر علمي څارنې لاندې چمتو او ارزول کېږي. دا ژورنال څېړونکو ته دا فرصت برابروي چې خپلې مهمې علمي څېړنې خپرې کړي.
د سلام علمي ژورنال اصیلې او نوښتګرې څېړنې خپروي چې د مطرح شوو ستونزو لپاره عملي او نوښتګرې حللارې وړاندې کوي. سپارل شوې مقالې، د ادبي غلا (Plagiarism) له ارزونې او د لومړنیو شکلي شرایطو له تثبیت وروسته، د اړوندې څانګې متخصصو استادانو ته لېږل کېږي، تر څو یې ژوره او هر اړخیزه علمي ارزونه وکړي. هغه مقالې چې د دقیق او جدي تحکیم له پړاوونو بریالۍ راوځي، په ژورنال کې د خپرېدو لپاره منل کېږي.
اوسنۍ ګڼه