شبکيي بازارموندنه د شریعت له نظره
DOI:
https://doi.org/10.64104/v5.Issue9-10.n1.2020کلیدي ټکي:
شبکی بازارموندنه, اسلامی اخلاقیات, مباشره بازارموندنهلنډیز
شبکيي بازارموندنه چې په نوره نړۍ کې له ډیری مودې راهیسی رواج لري او خلکو له دی لارې ډیری ټولنې د زیاتو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي، له دی لاری یې خلکو ته یې فریب ورکړی، په دی اړه د چل ول او دوکې ډیری قصې مشهوری دي، په عین حال کې دا ډول بازارموندنه د محصولاتو د ترویج یوه کامیابه لاره هم ده، بنسټیز سوال دا راولاړیږي چې د اسلامي فقه له نظره دا ډول بازارموندنه څه حکم لري؟ آیا د شبکيي بازار موندنې ټول ډولونه روا او درست دي؟ که دا ډول بازار موندنه بیلا بیل صورتونه او شکلونه لري چې یو شمیر یې ناروا او نادرست دي ځکه چې په داسی څه مشتمل دي چې د اسلام د اصولو سره سم نه دي، او یو شمیر نور صورتونه یې روا او جایز دي؟ که داسی وي نو بیا هغه درست صورتونه یې څه دي او نادرست یې څه دي؟ دا او داسی نور سوالونه دي چې زموږ په ټولنه کې د تجارتي معاملاتو سره د تړلو خلکو په ذهنونو کې ګرځیدل را ګرځیدل، څو ځله په بیلا بیلو مجالسو کې دا قضیه مطرح هم شوه، یو شمیر ځوانانو دا مطلقا حرام ګڼله او د ټولنې په زیان یې بلله، بل طرف ته یو شمیر خلک چې د همدی ډول بازارموندنې سره تړلي دي دا کار مطلقا درست او روا بولي او د هیڅ ډول حدودو رعایت نه کوي، له دی امله مو اړینه و ګڼله چې ددی موضوع په اړه یو څو کرښی وښکل شي تر څو په متوازن شکل ددی قضیی په اړه د فقهاو متوازن نظر د لوستونکو مخ ته راشي، په دی کرښو کې که څه درست وي نو د الله تعالی د توفیق په نتیجه کې دي، او که غلط وي نو دا یو شخصي اجتهاد او رأی ده، او دا غلطي هیڅ ډول قصدي عمل نه دی، او شریعت تری پاک او مبرا دی، د الله تعالی نه دعاء کوم چې موږ ته درسته لاره وښايي او په هغی د عمل توفیق مو په نصیب کړي.