د شخصي کلوډ او مبایل له لارې په افغانستان کې د وسایطو په ښه ډول اداره کول

لیکوالان

  • ډاکتر جاوید احمد بکتاش Kabul University image/svg+xml لیکوال
  • سید رحیم منندوی سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال

DOI:

https://doi.org/10.64104/v4.Issue7-8.n9.2019

لنډیز

په اوسني عصر کې معلوماتي ټیکنالوژۍ زیات پرمختګ کړی. په نوره نړی کې هر شی له همدې تکنالوژۍ له لارې اداره کیږي، خو په افغانستان کې بیا دا فیصدي ډیره کمه ده ښایي لامل یې موږ او تاسې ټولو ته معلوم وي. یو غټ مشکل چې د افغانستان د ټرافیکو ریاست ور سره لاس او ګریوان دی هغه د وسایطو د اصلي اسنادو اداره کول او درغلۍ مخه نیول دي کله هم چې یو ترافیک پولیس له موټر چلونکي نه د اسنادو او یا هم د موټر چلولو لیسنس غواړي دا احتمال ډیر زیات دی چې د موټر خاوند ترافیک پولیس ته دوکه ورکړي او جعلي اسناد ورته وښیي، ځکه له ترافیک پولیس سره د سړک په سر داسی څه نشته د اسنادو کره والی دې پرې معلوم کړي.  د دې ستونزی د هواری  لپاره معلوماتي ټیکنالوژي ښه حل دی. ما په دې څړینیزه  مقاله کې تر یو بریده هڅه  کړی ترڅو نومړی ستونزی ته د حل یوه مناسبه لار ولټوو.

 وړاندیز دادی  چې د ترافیکو ریاست کې د افغانستان د ټولو وسایطو معلومات په یو پرمختللي ډیټابیس کې ثبت شي، او دغه ډیټابیس باید په یو شخصي کلوډ کې کیښودل شي چی د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د انټرنیټ له لارې باید ورته لاس رسی وي.  البته د معلوماتو اضافه کولو  لاس رسی به یوازی د ترافیکو ریاست لري، ترڅو نوي معلومات په سیستم کې ورزیات کړي.  په کلوډ کې چې کوم سرور دی له هغه سره باید د مبایل جې اس ایم نصب وي. د جي اس ایم دنده به دا وي ترڅو د پیغام په ډول ترافیک سره تماس ونیسي البته دا تماس به د مبایل له لارې وي.

سیستم به څه ډول کار کوي:

 کله چې ترافیک پولیس د سرک په سر په دنده ګومارل شوی وي او هغه غواړي د یو موټر اسناد وګوري نو د موټر  پلیټ نمبر به د مبایل له لارې د یو پیغام په څیر سیستم ته لیږي، د سیستم سره به جي اس ایم نصب وي جې اس ایم به په کلوډ کې سیستم ته  پلیټ نمبر ورکوي او ډیټابیس به د ورکړل شوي پیلیټ ټول معلومات جې اس ایم ته ورکوي او جې اس ایم به ورکړل شوي معلومات هغه ترافیک پولیس ته لیږي کوم چې ورته پیغام لیږلی وو.  په دغه پیغام کې به د موټر انجن نمبر، رنګ،  د مالک نوم، ټیکس او نور اړین معلومات موجود وي.  چی ددی سیستم په مرسته به د موټر د قانونی اسنادو او په درغلی جوړ شوی اسناد وپیژندل شی او دغه ټوله عملیه به د لسو نه تر شلو ثانیو پوری ونیسی. په دغې تحقیقاتی څیړینه کې له نهو تحقیقي مقالو کټه اخیستل شوې ده. په دغه سیستم کې به څه ستونزې هم وي د بیلګې په توګه د افغانستان د ټولو وسایطو معلومات په یو سیستم کې ځاي پرځای کول بیا هغه سیستم په کلوډ کې کیښودل، خو شخصي کلوډ کې د داسې معلوماتو کیښودل ډیر قوي امنیت یا محافظت ته ضرورت لري. د دې ټولو چیلینجونو سره سره بیا هم دغه سیستم ډیر اغیزمن ثابتیدلای شي ځکه کار یې شفاف او ډیر تیز دی. د دې سیستم پلی کول د ترافیکو کار ډیر زیات اسانه او شفاف کیدلای شي ځکه ترافیک به د یو پیغام په لیږلو سره د  موټر د اسنادو کره والی ‌ډیر زر معلوم کړای شي.  دې سیستم لپاره  جې اس ایم ځکه غوره ټیکنالوژي وبلل شوه چې جې اس ایم په ټول افغانستان کې کار کوي یعنې په ولسوالیو کې هم ترافیک پولیس کولای شې موټر د دې سیستم له لارې اداره کړي. د دغې مقالې اصلي بڼه په انګلیسي ژبه ده هلته پرې ښه بحث شوی هغه که ولوستل شي کولی شئ په یاد  پیشنهاد شوي سیستم  ښه پوه شئ.

ډاونلوډونه

خپر شوې

2019-12-07