د غربی تمدن نړیوال لرلید تاریخي شالید او اغیزی
DOI:
https://doi.org/10.64104/v1.Issue2.n2.2011کلیدي ټکي:
غربي تمدن, تاريخي شالید, تحریف, د تفتیش محکمې, عیسویتلنډیز
الحمد لله رب العلمین والصلاة والسلام علی سید الأنبیاء والمرسلین و علی آله و أصحابه و من دعا بدعوته الی یوم الدین، وبعد.
په دې کې شک نشته چې هر تمدن په حقیقت کې په یوې عقیدې باندې ولاړ وي، د تمدن هر اړخ، که هغه سیاسي وي که اقتصادي، عسکري وي او که اجتماعي، د همدې عقیدې او نړۍ او کائناتو په باب د خپل لرلید څخه سرچېنه نیسي، دا یو داسی حقیقت دی چې هیڅ څوک هم ورڅخه انکار نشي کولی.
له بل پلوه دا هم یو حقیقت دی چې د تاریخ په دې پړاو کې اسلامي امت د قوت په هغه مرحله کې نه دی چې د نړۍ قیادت وکړي، بلکې په ډیرو میدانونو او په ډیرو هیوادونو کې خو د وروسته پاته والي په داسې مراحلو کې قرار لري چې تصور یې هم انسان له شرم سره مخامخ کوي، نو دا یوه طبعي مسأله ده چې هر درد لرونکی انسان باید په دې باب فکر وکړي چې څنګه مسلمان ملتونه او هیوادونه د وروسته پاتې والي له دې بد حالت څخه را وباسي، اسلامي امت د وروسته پاتې والي او تخلف له کندې څخه را بیرون شي تر څو د بشریت په قیادت کې، او د بدبختیو څخه په ژغورلو کې خپله ونډه ولري.
ددې ترڅنګ دا هم حقیقت دی چې (د ارزښتونو د لوی بحران سره سره) غربي نړۍ او غربي تمدن په اقتصادي لحاظ یوه غښتلی ټولنه د ټکنالوجۍ په لحاظ پرمخ تللی ټولنه، او د اداري نظام په لحاظ یوه مستقره ټولنه رامنځ ته کړې ده، په ظاهري او مادي لحاظ چې د غرب اوسیدونکی څه غواړي هغه ورته مهیا دي.