د حدیث علم او د هغه تاریخي پړاوونه
DOI:
https://doi.org/10.64104/v1.n1.2011کلیدي ټکي:
د حدیث علم, د روایت علم, د درایت علم, سند, متنلنډیز
دا مقاله د حدیث علم، د هغه د تعریفونو او تاریخي پړاوونو څېړنه کوي. د حدیث علم په دوه برخو وېشل کېږي:
-
د روایت حدیث علم:
هغه علم دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اقوال، افعال، تقریرات او صفات، او همدارنګه د صحابهوو او تابعینو اقوال او کړنې رانغاړي. د دې علم موخه د احادیثو ساتنه، ثبت او د هغو د صحت څېړنه ده. -
د درایت حدیث علم:
دغه علم د سند او متن د احوالو او قواعدو د پېژندنې علم دی، تر څو صحیح حدیث له غیر صحیح څخه وپېژندل شي.
د حدیث علم ګټې:
د دین له تحریف څخه مخنیوی، د روایت په برخه کې د سهلانګارۍ مخنیوی، د خرافاتو پاکول او د سالم فکر لرونکو عالمانو روزنه.
د حدیث علم تاریخي پړاوونه:
• د رامنځته کېدو او ظهور پړاو: د صحابهوو زمانه، چې احادیث په اخلاص سره حفظ کېدل او ځینې صحیفې لیکل کېدې.
• د تکامل پړاو: د دوهم قرن څخه د درېیم قرن تر پیل پورې، د احادیثو راټولول، تدوین او د راویانو نقد (جرح او تعدیل) پیل شو.
• د تدوین پړاو: د درېیم قرن څخه د څلورم قرن تر نیمایي پورې، د احادیثو مستقل کتابونه تألیف شول، لکه صحیح بخاري او صحیح مسلم.
• د تألیفات د تجلي پړاو: د څلورم قرن له نیمایي څخه تر اووم قرن پیل پورې، د پخوانیو مؤلفینو د مطالبو راټولول، تکمیل او د مرجع کتابونو خپرېدل.
• د پخېدنې او کمال پړاو: له اووم تر لسم قرن پورې، د حدیثي علومو د تألیف او څېړنې اوج و، چې لوی عالمان لکه ابن الصلاح او امام نووي مهم کتابونه ولیکل.
• د رکود او جمود پړاو: له لسم تر څوارلسم قرن پورې، د نوښت او ژورې څېړنې کچه کمه شوه، او لیکنې ډېری وخت په لنډو، منظومو او ساده بڼو کې ترسره کېدې.
• د تحرک او نشاط پړاو: له څوارلسم قرن څخه تر نن ورځې پورې، د بدعتونو او تحریفونو پر وړاندې علمي غبرګونونه راپیل شول، او ګڼ شمېر رسالې، نقدي او شرحي کتابونه تألیف او چاپ شول.