د مغزونو د تېښتې او د پيسو د لېږد د ګټې او تاوان تحلیل: د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د ستراتیژیکو لومړیتوبونو تعریفو

لیکوالان

  • پوهنمل ډاکټر عبدالله صادق سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال
  • عزت الله زهیر سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال
  • صفی الله شینواري سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال

DOI:

https://doi.org/10.64104/v10.Issue17.n48.2025

کلیدي ټکي:

د مغزونو تېښته, د پيسو لېږد, د مهارت لرونکو کدرونو کډوالي, اقتصادي پرمختګ, سیاسي بې‌ثباتي, بشري پانګه, د حکومتدارۍ اصلاحات, دوامدار پرمختګ, ټولنیزې-اقتصادي ننګونې

لنډیز

دا څېړنه په افغانستان کې د مغزونو  د تېښتې او د کډوالو له لورې هېواد ته د پیسو د رالېږلو (Remittances) تر منځ د ګټې او تاوان مقایسه کوي. او هڅه کوی چې  د دې ټولنيزې اقتصادي اغېزې او د دوامداره پرمختګ لپاره یې استراتېژيکې پایلې وارزوي. په دې څېړنه کې د ګډ میتود (Mixed-Methods)  څخه ګټه اخیستل شوې ده، چې پکې هم د کيفي موضوعي تحليل او هم د کمي رېګريشن ماډلونو له لارې، د مسلکي کډوالۍ،  د بهر څخه د پیسو د لیږد، او عمومي اقتصادي فعاليت  )لکه ناخالص کورنی تولید – GDP او د بشري پانګې وده( ترمنځ اړيکې څېړل شوي دي.

د معلوماتو په راټولولو کې د بېلا بېلو سرچينو لكه د نړيوالو راپورونو، علمي څېړنو او نړیوالو معلوماتي  ډیټابیسونو څخه ګټه اخیستل  شوې، څو د کډوالۍ او د بهر څخه د پیسو د لیږد  د بهيرونو يو هر اړخيز انځور وړاندې کړل شي.

د څېړنې پايلې ښيي چې سياسي بې‌ثباتي، محدود کوونکې پاليسۍ، او د مسلکي ودې نشتون د مغزونو د  تېښتې اساسي  لاملونه دي، چې د افغانستان اقتصادي  ثبات او وده زيانمنوي. سره له دې چې رېمېټنس (بهرني عایدات) د GDP په لوړولو او د بېوزلۍ په کمولو کې مثبته ونډه لري، خو يواځې پر همدې تکیه كول د اوږدمهالې  اقتصادي  کمزورۍ  لامل ګرځي.

دا څېړنه پدې ټينګار کوي چې د  مغزونو د تېښتې د مخنيوي لپاره بايد د حکومتولۍ په اصلاحاتو كار وشي، مسلکي کدرونه په هېواد کې  وساتل شي، او د داسې تګلارو پلي کولو ته لومړيتوب ورکړل شي چې بهرني عايدات د تولیدي پانګونو پر لور سوق کړي. د دې څېړنې موندنې د افغانستان د دوامداره پرمختګ، د  مغزونو د تېښتې د ستونزې لپاره د حل لارو او د بهرنیو پیسو د ګټور استعمال لپاره عملي لیدلورې  او  تصورات  وړاندې کوي.

ډاونلوډونه

خپر شوې

2025-06-29