د جورنال په اړه

 

د ژورنال په اړه

تأسیس

د سلام علمي نړیوال ژورنال لومړۍ ګڼه د ۱۳۹۰ هـ ش کال د پسرلي په موسم کې، چې له ۲۰۱۱م کال سره سمون لري، د سلام پوهنتون د عالي ادارې د پرېکړې پر بنسټ، په ۱۶۲ مخونو کې د وزيري قطع په بڼه، په پښتو او دري ژبو خپره شوه، چې د هېواد د علمي ټولنې له‌خوا یې تود هرکلی وشو. په هغه وخت کې، د لیکوال پلاوي د رئیس او مسؤول مدیر تر څنګ، د بېلابېلو علمي څانګو اته تنه متخصصین، د سلام پوهنتون له دننه او بهر څخه، د مجلې د تحریر هیئت غړیتوب درلود.

له دوهمې ګڼې وروسته، د عربي او انګلیسي ژبو مقالې هم د مجلې له مقالو سره ورزیاتې شوې او د مقالو علمي کیفیت هم په څرګند ډول لوړ شو. د سلام علمي مجله د یوې لسیزې پرله‌پسې علمي، تحقیقي فعالیت او د علم د تولید په برخه کې له اغېزمن رول وروسته، د ۱۴۰۱ هـ ش کال د جوزا په ۱۸مه، چې د ۲۰۲۲م کال د جون له ۸مې سره سمون لري، د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت څخه د علمي اعتبار سند ترلاسه کړ. له دې نېټې وروسته، په سلام ژورنال کې خپرېدونکې مقالې نه یوازې نوې څیړنې خپروي، بلکې د هېواد د پوهنتونونو د علمي کادرونو د ترفیع په بهیر کې هم اغیز لري او د لیکوالانو د علمي ودې سبب ګرځي.

د سلام علمي نړیوال ژورنال د فعالیت ډګر د ټولنیزو علومو حوزه ده. له تأسیس راهیسې یې پنځلس ګڼې په ملي کچه خپرې شوې دي، او له شپاړسمې ګڼې وروسته (په ۱۴۰۴ هـ ش کال، چې له ۲۰۲۵م سره سمون لري)، تر هغې وروسته چې نړیوال معیاري پېژندشمېره (ISSN) یې ترلاسه کړه، د لوړو زده‌کړو محترم وزارت څخه د نړیوال علمي ژورنال جواز هم واخیست. دا مجله په چاپي (هارډ) او الکترونیکي (سافټ) بڼو خپرېږي او د علمي مرکزونو، پوهنتونونو، رسمي ادارو او د پالیسۍ جوړونې اړوندو مراجعو ته ویشل کېږي.

د سلام علمي مجلې مقالې پر روانو ملي مسایلو او د ټولنې لپاره پر ګټورو موضوعاتو تمرکز کوي، او د هېواد د بېلابېلو مسایلو په اړه عملي لارې چارې او د پالیسۍ جوړونې وړاندیزونه د مسؤلو چارواکو او پالیسي جوړوونکو بنسټونو سره شریکوي.

د ژورنال د علمي فعالیت حوزه

د سلام علمي نړیوال ژورنال، په خپلو علمي فعالیتونو کې د ټولنیزو علومو پر حوزه تمرکز لري. د دې ژورنال د چاپي نسخې نړیواله معیاري پېژندشمېره (ISSN: 3078-9575) او د الکترونیکي نسخې پېژندشمېره (ISSN: 3078-9583) ده.

د سلام مجلې مقالې د ورځې مسایلو او د ټولنې لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث کوي او د عملي لیدلورو او پالیسۍ جوړونې وړاندیزونو په وړاندې کولو سره، هغه د هېواد په بېلابېلو سکتورونو کې تصمیم نیونکو بنسټونو ته وړاندې کوي.

اداري ټیم

د لیکوال پلاوي رئیس:

دا مهال، د ژورنال د لیکوال پلاوي رئیس، ډاکتر مصباح‌الله عبدالباقي دی؛ نوموړی د شرعیاتو پوهنځي استاد، څېړونکی عالم، او د پښتو، دري او عربي ژبو په بېلابېلو علمي څېړنو او تألیفاتو کې د پام وړ اثار لري.

مسؤول مدیر:

د مجلې مسؤول مدیر ابوبکر مدقق دی؛ نوموړی د سلام پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد او د قانون په برخه کې د دوکتورا د دورې محصل دی.

لیکوال پلاوئ

په ټولیز ډول، اوه تنه د پوهنتون د سلام علمي نړیوال ژورنال  د تحریر هیئت د غړو په توګه دنده ترسره کوي. له دې ډلې څخه پنځه تنه د دوکتورا علمي درجې لرونکي دي او د پوهاند، پوهنوال او پوهنمل علمي رتبو درلودونکي دي. پاتې دوه تنه د ماستر علمي درجې لري او د څېړنې (ریسرچ)، علمي تحقیق او د ګڼو نړیوالو علمي مقالو د لیکنې پراخه تجربه لري. ټول یاد استادان دایمي ډول، سلام پوهنتون کې د تدریس او څېړنې په چارو بوخت دي.

د سلام علمي نړیوال ژورنال  د تحریر هیئت د غړو نوملړ په لاندې ډول دی:

1.     پوهاند ډاکتر محمد اسماعیل لبیب بلخي (د حدیث د علومو متخصص)،

2.     پوهنمل ډاکتر فصیح‌الله عبدالباقي (د قراءات او علوم القرآن متخصص)،

3.     پوهنوال ډاکتر نجیب‌الله صالح (د فقهې او قانون متخصص)،

4.     ډاکتر محمد نعیم جلیلي (د حدیث د علومو متخصص)،

5.     پوهنمل ډاکتر عبدالله صادق (د ادارې، مدیریت او محاسبې د علومو متخصص)،

6.     استاد نصیر احمد نویدي، ماستر (د نړیوالو اړیکو متخصص)،

7.     پوهنیار پرویز استانکزی، ماستر (د فقهې او قانون متخصص).

 

د ارزونې ټیم

د تحریر پلاوي تر څنګ، د بېلابېلو علمي څانګو یو پراخ شمېر متخصصین هم د حق‌الزحمې په بدل کې د سلام علمي مجلې سره د مقالو د ارزونې او تحکیم په برخه کې همکاري کوي. راغلي مقالې د ارزونې او تحکیم لپاره هغو استادانو ته سپارل کېږي چې د مقالې له موضوع سره اړوند تخصص او کافي مسلکي وړتیا ولري، تر څو مقالې د ټاکل شویو معیارونو له مخې علمي ارزونه او تحکیم ترسره کړي. یوازې هغه مقالې په سلام نړیواله علمي مجله کې د خپرېدو وړ ګرځي چې د ارزونې په بهیر کې لوړې نمرې ترلاسه کړي او د ارزونکو علمي ملاحظات او وړاندیزونه ورکې داخلې شوي وي.

د مقالو د منل کیدو شرایط

سلام علمي نړیوال ژورنال هغه مقالې خپروي چې نوې او ابتکاري وي او د مطرح شوو ستونزو د حل لپاره عملي او واقعي لارې چارې وړاندې کړي. واردې شوې مقالې، وروسته تر هغې چې د علمي سرقت (Plagiarism) له پلوه وڅېړل شي او د لومړنیو شکلي معیارونو پوره‌والی یې تثبیت شي، د اړوندې څانګې متخصصو استادانو ته د علمي او هر اړخیز تحکیم لپاره استول کېږي.

د اړیکو لارې

د اړیکو شمېرې:

۰۲۰۲۲۳۰۶۶۴(۰)
+
۹۳۷۷۸۱۵۰۱۵۰

برېښنالیک:
salamjournal@salam.edu.af
salamresearchcentre@salam.edu.af

وېب‌سایټ:
www.journal.salam.edu.af
www.research.salam.edu.af