د شرعي هجرت او معاصرې کډوالۍ پرتله معنی او مفهوم، مشابهتونه او توپېرونه

نویسندگان

  • دکتور فصیح الله عبدالباقی پوهنتون سلام‎) image/svg+xml نویسنده
  • ابوبکر مدقق پوهنتون سلام‎) image/svg+xml نویسنده
  • شکرالله مخلس پوهنتون سلام‎) image/svg+xml نویسنده

DOI:

https://doi.org/10.64104/v10.Issue.17.n5.2025

کلمات کلیدی:

شرعي هجرت, معاصرې کډوالۍ, مشابهتونه, توپېرونه, مفهوم

چکیده

 د "شرعي هجرت" او "معاصرو هجرتونو او کډوالیو" ترمنځ پرتله، له ديني، تاریخي، ټولنیز او حقوقي اړخونو له پلوه یوه ارزښتناکه او مهمه څېړنه ده. دا څېړنه د توصیفي ـ تحلیلي مېتود پر بنسټ تر سره شوې ده، چې د اسلامي او لغوي منابعو په رڼا کې د هجرت معنا او مفهوم بیانوي، تاریخي واقعیتونو ته اشاره کوي، او د معاصرو کډوالیو بېلابېلې بڼې او ډولونه روښانه کوي او ځېنط حقوقي اړخونو ته یې اشاره کوي.

په څېړنه کې د "هجرت" اصطلاح د اسلامي فقهې له مخې داسې تعریف شوې چې د ظلم، فتنې او په دین له آزادانه عمل څخه د مخنیوي په صورت کې، مسلمان له خپل ټاټوبي څخه بل ځای ته انتقالېږي. او "کډوالي" او "مهاجرت" د معاصرو حقوقي اعتبارونو له مخې هغه پروسه ده چې د اقتصادي، ټولنیزو، امنیتي یا طبیعي عواملو له امله له یوه ځای څخه بل ځای ته د انسان د موقتي یا دوامدار انتقال سبب ګرځي.

همداراز په لیکنه ورته اصطلاحات لکه " پناه غوښتنه "، "جبري مهاجرت"، "مؤقته" او "دایمي مهاجرتونه" هم د نړيوالو تعریفونو له اړخه تحلیل شوي، تر څو د معاصرو کډوالیو ټول اړخونه لا ښه وپېژندل شي، او د شرعي هجرت او معاصرو کډوالیو ترمنځ مفهومي، ارزښتي او حقوقي توپیرونه او مشابهتونه روښانه شي.

دا څېړنه هڅه کوي وښيي چې، که څه هم دا دواړه پدیدې په ظاهري توګه سره ورته ښکاري، خو د اهدافو، شرایطو، حقوقي پایلو او انساني حیثیت له پلوه له یو بل څخه جلا او ځانګړي واقعیتونه لري.

دانلودها

چاپ شده

2025-06-29

نحوه استناد به مقاله

د شرعي هجرت او معاصرې کډوالۍ پرتله معنی او مفهوم، مشابهتونه او توپېرونه. (2025). Salam Academic Journal, 10(17), 76-91. https://doi.org/10.64104/v10.Issue.17.n5.2025