معنی و مفهومِ تجدید

نویسندگان

  • دکتور عبدالباقی عبدالکبیر پوهنتون سلام‎) image/svg+xml نویسنده

DOI:

https://doi.org/10.64104/v1.Issue2.n3.2011

کلمات کلیدی:

تجدید, استعمار غربی, احکام شرعی, قرآن, سنت

چکیده

غربی استعمار دخپل فکری جنګ په لړی کی دوه لاری ترلاس لاندی نیولی دی:

اوله لار: دوی غواړی چه په اسلامی نړی کی اسلامی دین دژوندانه دچارو څخه یوی خواته کړی، دین تنها په عبادتګاه (مسجد)  کی محاصره کړی او اجازه ورنه کړی چه دمسجد نه بهر په مسایلو کی مداخله وکړی، او داسی بیانوی چه ددین ساحه ځانله ده چه دټولنی دچارو دتنظیم ساحه په هغه کی شامله نده، په دی معنی چه دین دالله او بنده ترمینځ درابطی څخه عبارت دی چه دهغه ځای عبادتګاه دی، او دژوندانه چاری باید ددین دقید څخه لیری دعقل دغوښتنو په رڼا کی تنظیم شی، ترڅو دټولنی نوو او متجددو غوښتنو ته مناسب ځواب ورکړای شی، او دټولنی دپرمختګ لپاره ددین دقید څخه په آزاد شکل سره فکر وشی، او که ټولنه داسلام دقیودو په رڼا کی تنظیم شی نو دټولنی دترقی او پرمختګ مخه به ونیسی، داخبره  په اسلامی نړی کی هغه څوک هم زمزمه کوی، چه په غرب کی یی تحصیل کړی او دغرب له افکارو څخه متاثر شوی او په نامه مسلمان دی اما داسلام ددین څخه ډیر اندک معلومات هم نه لری، البته غربیان داسلام په اړه ددی غلطی پوهی دترویج په هکله کی دوه لاملونه لری: یو داچه دوی اسلام په مسیحیت باندی قیاسوی، کوم چه دانسانی ټولنی دهر اړخیز تنظیم لپاره جوګه نه دی، او مسیحی عالمانو بیا په هغه کی خپل نظریات داسی ورداخل کړل او هغه ته یی ددین بڼه ورکړه، چه مسیحی دین یی دهرنوع علمی پرمختګ په مخ کی ودراوه. بل لامل داچه که داسلام دین په ټولنه کی په هراړخیز ډول سره پلی شی، نو هغه دملتونو دسرلوړتیا او پرمختګ سبب ګرځی، دملتونو دخودکفایی سبب ګرځی، هغوی داحتیاج او ضرورت دحالاتو نه وباسی، ملتونه نه پریږدی چه د استعمار غلامی ته غاړه کیږدی، یاهم دهغوی استعماری شرطونه داقتصاد او سیاست په برخه کی ومنی، تر څو دهغه شرطونو په نتیجه کی دملتونو شتمنی لوټ کړی، او یا هم دملتونو سرنوشت داستعمار دګټو په رڼا کی وټاکل شی، چه دا کار استعماری ملکونه دخپلو منافعو خلاف بولی، ددی په خاطر داسلامی دشمولی فهم دخپریدومخالفت کوی، او غواړی چه داسلام لوی تصور دانسانی ژوندانه دتنظیم په اړه په څو عباداتو کی خلاصه کړی او دینداران په هغه باندی مشغول کړی، او خپله دامتونو ټول امکانات او شتمنی دخپلی برلاسی لپاره په لاره واچوی...

دانلودها

چاپ شده

2011-12-05

نحوه استناد به مقاله

معنی و مفهومِ تجدید. (2011). مجله علمی بین المللی سلام, 1(2), 113-140. https://doi.org/10.64104/v1.Issue2.n3.2011