مصنوعي ځیرکتیا (AI) ګټې، زیانونه او مشروع کارونه
DOI:
https://doi.org/10.64104/V11.Issue19.No9.Spring.2026کلیدي ټکي:
مصنوعي ځیرکتیا, مشروع کارونه, ګټې, زیانونهلنډیز
مصنوعي ځیرکتیا له هغو مختلفو ماشینونو څخه عبارت ده چې د انسان په څیر کار کوي، د انساني علم په نتیجه کې د انسانانو له خوا یو مثبت پرمختګ دی، د قرآنکریم آیتونه او نبوي حدیثونه د علم لپاره د تشویق زیات دلایل لري، معاصر پوهان د مصنوعي ځیرکتیا کړنې د انسان له کړنو سره د پرتله کولو په اړه مختلف لیدلوري لري، د ژوند په مختلفو اړخونو کې یې د کارونې په اړه متفاوت نظرونه شته، په هر حال زیاتې ګټې او کم شمیر زیانونه لري، په اسلامي علومو کې یې د کارونې لپاره ځانګړي شرطونه رعایت کول ضروري دي؛ ځکه AI د انسان په څیر عقل نلري، او کومه څیرکتیا چې هغه لري، د همدې انسانانو له لورې ورته تعریف شوې او په دې ماشینونو کې نصب شوې ده. همدا رنګه مصنوعي ځیرکتیا د انسانانو په څېر احساس نلري، ځکه نو د وجوب د اهلیت په اړه یې ویلای شو چې نه ناقص اهلیت لري او نه هم کامل اهلیت، د اداء اهلیت یې هم د انسان له مرستې څخه سرچینه اخلي، له همدې امله د قضاء، افتاء او ګواهې دنده په مستقلانه توګه نشي ترسره کولای، د ژوند په نورو معاملاتو کې یې د کارونې د مشروعیت اړوند مختلف نظریات موجود دي پایله یې دا څرګندوي چې کارونه یې په دې شرط جواز لري چې د اسلامي شریعت له اصولو سره ټکر ونلري، که له مصنوعي ځیرکتیا څخه په سمه توګه استفاده وشي نو د اسلامي علومو په خپراوي کې ډیره ګټوره ونډه درلودلای شي، همدارنګه، اړتیا لیدل کیږي چې د مصنوعي ځیرکتیا او شرعي علومو متخصصین په مشترکه توګه د کارونې لارې چارې جوړې او په خورا احتیاط او تدریجي ډول ترویج کړي.