فرهنګي او ښوونیز عوامل او بهر ته د افغانانو په کډوالۍ یې اغېز

لیکوالان

  • نصیر مخلص د نیمروز د لوړو زده‌کړو مؤسسه لیکوال
  • رضا جویا د نیمروز د لوړو زده‌کړو مؤسسه لیکوال

DOI:

https://doi.org/10.64104/v10.Issue17.52.2025

کلیدي ټکي:

کلتوري عوامل, تعلیمي نظام, کډوالي, بې‌روزګاري

لنډیز

په تېرو لسیزو کې افغان کډوالي یوه مهمه ټولنیزه پدیده ګرځېدلې، چې د یو بل سره تړلي سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او د تعلیمي عواملو د اغېز لاندې رامنځته شوې ده. که څه هم جګړې او اقتصادي بې‌ثباتي تل د کډوالۍ د اصلي لاملونو په توګه یادېږي، خو فرهنګي محدودیتونه او د باکیفیته زده‌کړو د فرصتونو کمښت هم د کډوالۍ هغه عوامل دي چې نسبتاً لږه پاملرنه ورته شوې ده.

دا څېړنه په ځانګړې توګه د همدغو  لاملونو ارزونه ترسره كوي چې په ټوله کې کمه پاملرونه ورته شوي ده، او دا څېړي چې څرنګه د معیاري زده‌کړو د فرصتونو کموالی  او  د فرهنګي ارزښتونه محدودیتونه د افرادو د شخصي او مسلکي پرمختګ په مخ کې خنډونه رامنځته کوي، او کډوالۍ ته یې هڅوي، په ځانګړي ډول ځوانان او مسلکي کدرونه . د دې مقالې موخه دا ده چې دا وڅېړي چې څرنګه د فرهنګي ارزښتونو  محدودیتونه، د سواد کچه ، د جنسیت پر بنسټ محدودیتونه، او ناقص تعلیمي او تحصیلی نظام د کډوالۍ  د پرېکړو په څرنګوالي کې اغېز لرلی شي.

په دې څېړنه كې د كتابتوني میتود څخه ګټه  اخیستل شوی ، چې پکې توصیفي او تحلیلي طریقې کارول شوې دي، معلوماتونه د علمي او اداري سرچینو څخه راټول شوي او  تحلیل شوي دي.

د څېړنې موندنې ښيي چې د افغانستان کمزوری تعلیمي نظام، د علمي سرچینو کمښت، او فرهنګي-ټولنیز خنډونه د خلکو د پرمختګ فرصتونه محدودوي. په ځانګړې توګه، هغه بندیزونه چې د جنسیت پر بنسټ رامنځته شوي، او همداراز د ټولنې  د توقعاتو نه تر سره کېدل، کډوالۍ په اړه د هغو کسانو پر تصمیم ژور اغېز کوي چې غواړي فکري وده او مسلکي پرمختګ وکړي.

د بهرنیو هېوادونو د ښو تعلیمي فرصتونو جذابیت لا هم یو مهم جذبوونکی عامل دی، چې د "مغزونو فرار" (brain drain) د پراختیا  لامل ګرځېدلی دی. که څه هم کډوالي وګړو ته نړیوال فرصتونه برابروي، خو له بلې خوا د افغانستان د انساني پانګې د كمزوري کېدو او د اوږدمهاله پرمختګ د ځنډېدو لامل هم ګرځي.

دا مقاله د داخلي ښوونیز نظام د اصلاح، او د نړیوالو سره د علمي همکارۍ د پیاوړتیا اهمیت روښانه کوي. دې مسئلو ته د کلتوري ارزښتونو پر بنسټ ولاړو دایمي ستراتیژیو له لارې د حل لارو لټول پکار دي، څو جبري مهاجرت راکم او د افغانستان ټولنیز او فکري بنسټونه پیاوړي شي.

ډاونلوډونه

خپر شوې

2025-06-29