افغانستان کې د انټرنېټ د محدودیتونو اغېزې په سوداګریزو کړنو او د بازار د سیالۍ پر وړتیا

لیکوالان

  • عزت الله زهیر سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال
  • دکتور عبدالله صادق سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال
  • صفی الله شینواري سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال

DOI:

https://doi.org/10.64104/V11.Issue19.No4.Spring.2026

کلیدي ټکي:

د انټرنېټ محدودیتونه, سوداګریز فعالیتونه, د بازار د سیالۍ وړتیا, افغانستان, ډیجیټل ګډوډي, اقتصادي ثبات

لنډیز

په دې څېړنیز سند کې دا موضوع څېړل شوې چې څنګه د انټرنېټ اړوند تنظیمات او بدلونونه د افغانستان په سوداګریزو فعالیتونو او د بازار په سیالۍ اغېزه کوي. په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې د انټرنېټ کارونې په برخه کې بېلابېل تنظیمي اقدامات، لکه د ځینو ټولنیزو رسنیو تنظیم، د انټرنېټ د سرعت بدلون، او نور تخنیکي شرایط تجربه شوي دي. دغه حالتونه په ځانګړي ډول د هغو سوداګریو لپاره مهم دي چې پر آنلاین اړیکو، ډیجیټل بازارموندنې، او برېښنایي معاملاتو تکیه لري، او د هغوی د فعالیتونو پر څرنګوالي اغېزه کولای شي. په دې څېړنه کې د اقتصادي اغېزو د پوهېدو لپاره، د یو پوښتنلیک له لارې له ۲۲۰ سوداګرو او کارکوونکو څخه معلومات راټول شوي چې وروسته یې بیا د سټاټا  (STATA)  سافټویر په مرسته شننه ترسره شوې ده. د شننې پایلې ښيي چې په انټرنېټ د هر ډول محدودیتونو وضع کول، چې په کې د محدودیتونو تکرار، د محدودیت موده، د محدودیت ډول او جغرافیایي ساحې شامل دي، په سوداګریزو فعالیتونو او د بازار په سیالۍ باندې په څرګند ډول منفي اغېزه لري. هغه شرکتونه چې د انټرنېټ له پرلپسې یا پراخو محدودیتونو سره مخ دي، د پلور کمښت، د مشتریانو لږ ګډون، او په بازار کې د سیالۍ ستونزې یې تجربه کړې دي. پایلې څرګندوي چې ثابت او د ښه کیفیت لرونکی انټرنېټ نه یوازې د اړیکو وسیله ده، بلکې د سوداګریزو راکړو ورکړو او اقتصادي ودې لپاره یوه مهمه وسیله ده. دغه څېړنه د یوه کمزوري، خو د پرمختګ پر لور د روان اقتصاد څخه یو شمېر کمي شواهد وړاندې کوي او د داسې پالیسۍ غوښتنه کوي چې د باور وړ او خوندي انټرنېټ ته لاسرسی یقیني کړي. د مستمر انټرنېټ او اتصال تګلاره کولای شي سوداګرۍ پیاوړې کړي، نوښت ته وده ورکړي، او د افغانستان په اوږدمهاله اقتصادي ثبات کې مرسته وکړي.راتلونکي څېړنې کولی شي د ځانګړو سکتورونو اغېزې وڅېړي او پایلې یې له نورو مخ پر ودې هېوادونو سره پرتله کړي.

ډاونلوډونه

خپر شوې

2026-06-24