د افغانستان څخه د مغزونو د تېښتې لاملونه او په داخل کې د مسلکي کدرونو د ساتلو استراتیژۍ: څو سکتوريز ليدلوری
DOI:
https://doi.org/10.64104/v10.Issue17.n49.2025کلیدي ټکي:
د مغزونو تېښته, مسلکي کډوالي, سياسي بېثباتي, اقتصادي محدوديتونه, د کډوالو ښکېلتیا, د مسلکي کدرونو هېواد کې د ساتلو تګلارې, مسلکي پرمختګلنډیز
دا کيفي څېړنه په افغانستان کې د مغزونو د فرار (Brain Drain) اساسي لاملونه څېړي او په هېواد کې د مسلکي او د وړتیا درلودونکو کدرونو د پاتې کېدو لپاره عملي تګلارې وړاندې کوي. په دې څېړنه كې د هغو ۳۳ افغان مسلکي کدرونو سره ترسره شوې ژورې مرکې تحليل شوي، چې دا مهال په بېلابېلو هېوادونو کې هستوګن دي. دا څېړنه څرګندوي چې د هېواد څخه د پوهه او مسلکي وګړو د وتلو عمده لاملونه عبارت دي له: سياسي بېثباتۍ ، د ژوند ټيټ کيفيت، توکميز تعصب، اقتصادي ستونزې، فردي ناامنۍ، د مسلکي پرمختګ د فرصتونو نشتوالی، او راتلونکی نامعلوم حالت. په څېړنه کې د ګډونوالو کيسې د مغزونو د فرار څو اړخيزه طبیعت انځوروي او پر دې ټينګار کوي چې په بېړنۍ توګه په سیستمونو کې اصلاحاتو ته اړتيا ليدل کیږي.
د دې څېړنې له مخې، د مغزونو د فرار د مخنيوي لپاره ګڼې عملي لارې وړانديز شوې دي چې په دې کې د سياسي ثبات او اغېزمنې حکومتولۍ پياوړتيا، د عامه خدمتونو او زېربناوو د کيفيت لوړول، د تبعيض پر ضد د قوانينو جدي پلي کول، د کاري او اقتصادي فرصتونو پراختیا ، او په بهرنيو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له مهارتونو او ظرفيتونو څخه ګټه اخيستل، شامل دي. څېړنه ټينګار کوي چې ياده ستونزه يوازې هغه وخت حل کېدای شي، کله یې چې د حل لپاره يو جامع، همغږی او څوسکتوريزه چلند غوره کړی شي، تر څو په پايله کې د افغانانو د شخصي او مسلکي پرمختګ لپاره يو سالم او هڅوونکی چاپېريال رامنځته شي.
دا څېړنه د پاليسۍ جوړوونکو، پراختیایي کارپوهانو او څېړونکو لپاره عملي تصورات او لید لورې وړاندې کوي، څو د افغانستان د بشري پانګې بنسټ پياوړی کړي او د هېواد د دوامداره پرمختګ ملاتړ وکړي.