د افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ سرچینې: ننګونې، د پالیسۍ چوکاټ، او سپارښتنې
DOI:
https://doi.org/10.64104/SecondRound.Issue.4.n7.2023کلیدي ټکي:
افغانستان, ظرفیت لوړول, د تجدید وړ انرژي, انرژۍ ته لاس رسی, بریښنا, د انرژۍ پالیسيلنډیز
افغانستان، چې یو مخ پر ودې هېواد دی، په پام کې لري چې تر ۲۰۳۲ کال پورې د خپلې برېښنا ۱۰ سلنه د تجدید وړ سرچینو څخه تولید کړي، تر څو په وارداتي برېښنا انحصار، د کلیو د بریښنا د تشې او د چاپېریال د خرابوالي په څېر ننګونو باندې بریالي شي.
دا لنډه څېړنه د ثانوي معلوماتو راټولولو د میتود په کارولو سره د بالقوه امکاناتو ، اوسني ظرفیت او راتلونکي پلانونو په شمول د افغانستان د نوي کیدونکي انرژي منظرې پراخه بیاکتنه وړاندې کوي. د اوبو، لمر، باد او بایوماس په برخه کې د نوي کیدونکي انرژۍ د پراخ ظرفیت سره سره، په دې اړه په هېواد کې ننګونې لکه ناڅرګنده پالیسۍ، محدود متخصص کدرونه، امنیتي خطرونه، او د عامه ښکیلتیا په مخ کې خنډونه شتون لري.
د دې خنډونو د له منځه وړلو لپاره، د نوي کیدونکي انرژۍ اړوند د روښانه ملي پالیسي درلودل، د اداري ظرفیت لوړول، او عامه - خصوصي مشارکت ته وده ورکول مهم دي. په دغو ننګونو باندې بریالي کیدل کولی شي له افغانستان سره د نوي کیدونکي انرژۍ د اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، پداسې حال کې چې د سولې رامینځته کېدل، د دولت جوړونې هڅې، او د اقلیم د بدلون د خطرونو د راکمولو هڅې هم په دې کار کې ګټور واقع کېدلی شي.