د ځوانانو د مهاجرت په مخنیوي کې د آزاد کار رول او اغېز

نویسندگان

  • پوهندوی بادام نیازی دانشگاه ننگرهار image/svg+xml نویسنده
  • پوهنمل محمد اکبر شاهپور دانشگاه_قندوز image/svg+xml نویسنده

DOI:

https://doi.org/10.64104/v10.Issue.17.n3.2025

کلمات کلیدی:

ځوانان, کډوالي, فریلانسنګ, اقتصادي فرصتونه, ټولنیز ملاتړ, اقتصادي ثبات

چکیده

دا څېړنه د ځوانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره د فریلانسنګ د رول او اغېزو ارزونه کوي، چې څنګه کولی شي د ځوانانو د کډوالۍ مخه ونیسو، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې کار موندنه پکې کمه ده او د بې‌کارۍ له امله ځوانان مهاجرت ته اړ کېږي. د څېړنې موخه دا ده چې وښيي فریلانسنګ څنګه د ځوانانو لپاره د عاید لاسته راوړلو، مهارتونو د پراخېدو، ټولنیز ملاتړ او اقتصادي ثبات سبب ګرځي.

په دې څېړنه کې کیفي میتود کارول شوی، او معلومات له مختلفو سرچینو لکه کتابونو، راپورونو، مرکو او نړیوالو تجربو څخه راټول شوي دي. د څېړنې لپاره د افغانستان، بنګله‌دېش، فلپین او کینیا فریلانسنګ تجربې مطالعه شوي دي.

د څېړنې پایلې ښيي چې فریلانسنګ یو انعطاف‌پذیر او دوامدار عایداتي فرصت دی، چې ځوانان پرې له خپلو کورونو نړیوالو بازارونو ته کار کولی شي. دا کار د هغوی اقتصادي حالت ښه کوي او ټولنیز ثبات ته وده ورکوي. په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال فریلانسنګ پروګرامونو ښودلې چې زرګونه ځوانان یې د بېکارۍ له خطره ژغورلي او د هغوی ژوند یې مثبت بدل کړی دی.

څېړنه وړاندیز کوي چې د فریلانسنګ د ودې لپاره باید د مسلکي زده کړو پروګرامونه پراخ شي، انکوبېټرونه جوړ شي، د انټرنېټ او وسایلو اسانتیاوې زیاتې شي، او امارتی او خصوصي ادارې باید په ګډه کار وکړي. دا ټول اقدامات کولی شي د فریلانسنګ له لارې د ځوانانو د کډوالۍ ستونزه کمه کړي او د ټولنې اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي.

دانلودها

چاپ شده

2025-06-29

نحوه استناد به مقاله

د ځوانانو د مهاجرت په مخنیوي کې د آزاد کار رول او اغېز. (2025). Salam Academic Journal, 10(17), 39-52. https://doi.org/10.64104/v10.Issue.17.n3.2025