د شتمنۍ پراختیا او فساد سره مبارزه د نبوي سنتو په رڼا کې
DOI:
https://doi.org/10.64104/V11.Issue19.No13.Spring.2026الكلمات المفتاحية:
شتمنۍ، مال، فساد، مبارزه، نبوي سنتالملخص
په دې مقاله کې د نبوي سنتو په رڼا کې د شتمنۍ پراختیا، مالي فساد سره مبارزه، څېړل شوې، ارزښت یې دا دی چې د مالي ودې، پراختیا او مالي سرچینو ساتنې، پالنې، او فساد سره مبارزې لارې چارې په ګوته کوي، د معلوماتو په راټولولو کې د وصفي تحلیلي کتابتوني تګلارې څخه ګټه پورته شوې، او دې پوښتنې ته ځواب وړاندې شوی چې: آیا نبوي سنت د مالي سرچینو او فساد سره مبارزې اړوند لارښوونې لري؟ په داسې توګه چې نبوي سنتو له نظره عامه مالي سرچینې یو امانت دی، په دې کې د خیانت مخنیوی باید له وس سره سم د هرې ممکنې لارې ترسره شي، او هر مالي مسئول باید د ژمنتیا او وړتیا لرونکی وي، او د کړنو څخه یې باید د څارنې ترڅنګ پلټنه هم وشي؛ تر څو یادې سرچینې د اسلامي دولت مالي اړتیاوې هغسې پوره کړي څنګه چې یې په نبوي عصر کې پوره کولې، او په پایله کې به د اقتصادي امنیت، او ثبات لپاره زمینه برابره شي، او د امت تللی عزت او مجد به بېرته را وګرځي، او هوسا ژوند به یې پر نصیب شي.